IQNA

امام حسن مجتبی(ع)؛په اصلاح پالنې کې  مخکښ او د هدایت نور 

7:54 - March 17, 2025
د خبر لمبر: 3490811
ایکنا – حضرت امام حسن علیه السلام مونږ ته رازده کړي چې اصلاح نه یوازې له نښتو او ډغرې سره نه رامینځةکیږي،بلکې د اسلام د لوړو اصولو په لاره کې د یو پوهه،صبور او سرښیندونیکي ملت رامینځةکیدا ترټولو  لویه کامیابي ده. 

ایکنانیوز راپور راکوي، د کب د میاشتې شپږویشتمه  چې د رمضان المبارک له پنځلسمې نیټې سره برابره ده، د حضرت امام حسن علیه السلام  له  نیکمرغه زوکړې سره سمون خوري. په همدې مناسبت  دعراق یو لیکوال ولید الحلي  په یوه هغه یاددښت کې چې ایکنانیوز ته ئې رالیږلی دی ، د دغه امام بزرګوار پپه فضایلو او ځانګړنو ئې رڼا اچولې ده.  چې ځيني برخې ئې ستاسو خدمت ته هم وړاندې کوو.

د روژې په مبارکې میاشتې کې  او هغه مهال چې  دخداوندمتعال رحمت او برکتونه ځلا مومي ، د نبی اکرم (ص) د یوه لمسي او د جنت د  ځوانانو د یوه سردار یعني حضرت امام حسن مجبتی علیه السلام  د  نیکمرغه زوکړې کلیزه  رارسیږي ؛ داسې کس چې  د ( ۶۲۵ میلادي کال )د دریم هجری قمری کال د رمضان د میاشتې په پنځلسمه نیټه په مدینې منورې کې نړۍ ته سترګې رڼې کړي او دنیا ئې پخپل نور سره ځلولې ده.

امام حسن (ع) د  لوړو انساني  اخلاقو بیلګه  او د خپل مبارک ژوند په لاره کې د  بخښنې ، صبر او حکمت  د ترټولو لوړو مفاهیمو  یو تجسم ؤ.

د اهل بهشت د ځوانانو  سرور!

حضرت امام حسن علیه السلام ،د حضرت  امام علی ابن ابی طالب (ع) او د د نړۍ د میرمنو د سردارې  حضرت فاطمةالزهرا(س) مشر بچی ؤ او  د خدای د رسول او د خپل نیکه حضرت محمد مصطفی (ص)  په لمن کې وروزل شو. رسول الله بزګوار(ص) دهغه  او د هغه د ورور امام حسین(ع) په باب  فرمائيلي دي؛ حسن او حسین د جنت د ځوانانو سرداران دي:::

کریم اهل بیت (ع)!

امام حسن مجبتی (ع) پخپل سخاوت او بخښنې پيژندل کیږي . ل دې امله  هغه ته د کریم اهل بیت(ع)  لقب ورکړل شوی دی.ځکه  هیڅکله کوم  سوالګر  ئې خالی لاس نه دی ستون کړی او له خپل مال څخه ئې  ورته نامحدود بخشش کاوه. د هغه مهرباني او کرم  په دنیا کې دهغه له زهد  او د امت پرمختګ او په خلکو کې د خیر او ښه والي خپرولو ته د هغه  د اهتمام  یو انعکاس ؤ.

پوهه ، کلتور، روزل او تعلیم!

حضرت امام حسن مجتبی(ع) د  لوړو ارزښتونو او اصولو په اساس ، کلتور ، پوهې ، زده کړې او روزنې ته  پابند ؤ او هڅه ئې کوله  دغه موردونه  داسلامی امت په وجدان کې پياوړي کړيڅو  د دښمنانو د دګمراهۍ ، چلول او دوکې تر اغیزو لاندې ورنشي.

پوهه رهبرۍ او غوره واکمن!

 امام حسن مجتبی(ع) باور درلود، چې  اصلاح  او مصلحت   له طاغوتیانو سره له ډغرې  پرته  او د عقلانیّت او ایمان په اساس   د یوه پوه او خبر امت له رامینځةکیدا پرته  ته پوره کیږي.

امام حسن (ع) درک کړې  وه چې  امت  له فتنو او بیلتون غوښتو له حساسې مرحلې څخه دتیریدا په حال کې دی او معاویه  د اسلام د جبهې دکمزوري کولو او د خلکو  پخپلو کې د بدظن کولو لپاره  له مال او دولت او څوکۍ څخه ناوړه استفاده کوي. سره له دې چې  امام بزرګوار(ع) دسیاسی او پوځي رهبرۍ  له ټولو مؤلفو څخه برخمن ؤ ، خو  د سرښیندنې او سولې لاره ئې وټاکله. هغه بزرګوار  له امینو او مخلصو کسانو  سره له مشورې وروسته  ګام پورته کولو.

حضرت امام حسن مجتبی (ع)  مونږ ته رازده کړې  چې اصلاح  او مصلحت یوازې له ډغرې او نښتو سره نه ترسره کیږي، بلکې د اسلام د لوړو اصولو په لاره کې د یوه  سرښیندونکي ، صبور  او پوه  امت رامینځةکیدا ترټولو لویه کامیابی ده.

https://iqna.ir/fa/news/4272305

captcha